Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د متقي او ایران سفیر لیدنه؛ د افغان کډوالو په اېستلو خبرې شوي.
۶ سرطان ۱۴۰۴

د متقي او ایران سفیر لیدنه؛ د افغان کډوالو په اېستلو خبرې شوي.



د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران سفیر علی‌رضا بیکدلي سره لیدنه کې پر دوه اړخيزو مسایلو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په موضوع خبرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل تېره ورځ (پنجشنبه د سرطان ۵مه) ویلي چې دغه لیدنه کې امیرخان متقي له ایرانه په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښه ښوولې.

هغه د ایران له سفیره غوښتي چې دغه موضوع له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه کړي، څو حسن نیت او يوه منظم میکانیزم ته په پام، د کډوالو ستنول په تدريج ډول ترسره شي او دواړه هېوادونه وکولی شي د ستونزې حل او د هغوی لېږد ته رسېدنه وکړي.

د ایران سفیر هم ډاډ ورکړی چې د کډوالو مسله به خپل دولت سره شریکه او د ستونزې د حل په برخه کې به جدي اقدام وکړي.

امیر خان متقي همدارنګه دغه لیدنه کې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند د سیمې په ګټه بللی او ټينګار يې کړی چې راتلونکې کې هم مسایل داسې مدیریت شي، ترڅو ننګونې زیاتې نه شي.

دا داسې مهال دی چې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیات شوی.

د هرات ځايي چارواکو تېره ورځ وویل چې یوازې د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس او د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول مولوي احمدالله متقي وویل، د کډوالو کمیسیون د بیرته راستنېدونکو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړي.

مطالب

د متقي او ایران سفیر لیدنه
د افغان کډوالو په اېستلو خبرې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ