Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسلام اباد؛ هڅه کوي چې د چین له څو بانکونو پور تر لاسه کړي.
۴ سرطان ۱۴۰۴

اسلام اباد؛ هڅه کوي چې د چین له څو بانکونو پور تر لاسه کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې اسلام اباد هڅه کوي، چې په نږدې ورځو کې د چین له څو بانکونو په ګډه ۳،۳میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړي.

 ده نیوز د پاکستاني چارواکو له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې تمه ده دا معامله د روان مالي کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې عملي شي او په پایله کې یې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو ډېره شي. 

په دې ډول به د څو چینايي بانکونو له خوا پاکستان ته د ۳ کلونو لپاره ۲ میلیارده ډالرو پور چمتو شي. د دې معاملې په پایله کې به د جولای میاشتې تر لسمې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله کورنی پور تصفیه شي.

مطالب

اسلام اباد؛ هڅه کوي چې
د چین له څو بانکونو پور تر لاسه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ