Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

 کرېکټ بورډ د چمپینزټرافي لپاره ملي لوبډلې لباس رسنیز کړ.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

کرېکټ بورډ د چمپینزټرافي لپاره ملي لوبډلې لباس رسنیز کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ په پاکستان کې کېدونکې چمپینزټرافي یا اتلانو جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره جوړ شوی لباس رسنیز کړ.

کرېکټ بورډ نن پنج‌شنبه، سلواغې یوولسمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې جوړ شوي لباس کې د جام څلي ښکلا ځای پر ځای شوې.

کرېکټ بورډ لیکلي: «هغه څلی چې د افغانستان د لرغونتیا او پیاوړتیا سمبول دی، د هریرود پېژندګلوي، د بدخشان سرلوړي، د ګندهارا عزم او د اراکوزیا تعریف، هو! هغه څلی چې بست ترې ښکلا اخیستې، بخدي ترې تاریخ او هرات ترې تمدن، او هو! هغه څلی چې غلغلې ترې سرچینه خپله کړې.»

کرېکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې افغان ملي لوبډله به دغه سیالیو کې ښه وځلېږي او لاسته‌راوړنې به ولري.

د پاکستان په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۵کال چمپنزټرافي کې افغان ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره لوبېږي چې ټولې په‌کې اته لوبډلې ګډون لري.

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه د سوېلي‌افریقا پروړاندې وکړي.

دغه سیالي به د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شي. افغان لوبډله به د همدې میاشتې په ۲۶مه له انګلستان او پر ۲۸مه له اسټرالیا سره ډګر ته ووځي. دواړه سیالي به لاهور ښار کې وشي.

د چمپینزټرافي لوبې د فبرورۍ په ۱۹مه پیلېږي.

مطالب

کرېکټ بورډ
د چمپینزټرافي لپاره
ملي لوبډلې لباس رسنیز کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ