Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د واخان سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پيل شوې.
۲۶ ثور ۱۴۰۴

د واخان سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پيل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې پیل شوې. 

یاد وزارت وايي، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې چارې یې د یوه قراردادي شرکت لخوا ترسره کیږي. خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسېدلي او ساختماني چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. 

وزارت زیاته کړې، چې د واخان سړک ډیزاین چارې د افغان انجینرانو په هڅو ترسره او تخنیکي چارې یې هم دوی پر مخ وړي. 

د واخان سړک دویم فاز ۷۱ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

مطالب

د واخان سړک د دویم
فاز د جوړولو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ