Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي او د مالیزیا استازي د همکاریو په پراختیا خبرې کړي.
۸ سرطان ۱۴۰۴

متقي او د مالیزیا استازي د همکاریو په پراختیا خبرې کړي.



د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مالیزیا ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم او ورسره مل پلاوي د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقی سره لیدلي.

ښاغلي متقي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماټیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخوالي په حال کې بللي او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت او همکاریو مننه وکړه.

هغه وويل، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان لېواله دی د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د مالیزیا د هیئت غړو افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده وباله.

هغوی ویلي، د مالیزیا د لومړي وزیر انورابراهیم په ځانګړي هدایت يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه برابره شي.

مطالب

متقي او د مالیزیا استازي
د همکاریو په پراختیا خبرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ