Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د پولنډ له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

 نوموړي پولنډ ته د افغانستان د وچې او تازه مېوې او پروسس شویو معدني توکو صادرات د همکاریو لومړیتوب بللی، خو د ویزو نشتوالی یې له اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ اساسي خنډ وباله. 

د سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې راغلي، د پولنډ استازي ژمنه کړې چې افغان سوداګرو ته به د ویزو د اسانتیا تر څنګ، د افغاني تولیداتو د وارداتو او اروپايي ادارو سره د انلاین غونډو د همغږۍ په برخو کې همکاري کوي.

مطالب

مومند: افغان سوداګرو ته دې
د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ