Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د ګټې اخیستنې طرحه وړاندې شوې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د ګټې اخیستنې طرحه وړاندې شوې.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري د قوش‌تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې د طرحې د وړاندې کولو په تړاو د دغه وزارت له لوري په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د دغه کانال په شاوخوا ځمکو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او د مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې غونډه کې د ښار او کور جوړولو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت سرپرستانو، د چارو ادارې رییس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ګډون درلود. په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې دغه طرحه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري چمتو او د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې شوې ده.

مطالب

د قوش تېپې کانا
ل د شاوخوا ځمکو د ګټې
اخیستنې طرحه وړاندې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ