Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي: ټرمپ دې پوه شي چې په ګواښ څه نه شي ترلاسه کولای.
۴ حمل ۱۴۰۴

عراقچي: ټرمپ دې پوه شي چې په ګواښ څه نه شي ترلاسه کولای.

د مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، چې له امریکا سره په مذاکراتو څه نه ترلاسه کېږي او په خبره یې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تمو سره کار نه لري. عراقچي ویلي چې ایران له خپلو ګټو سره کار لري او هغه څه چې په ګټه یې وي، وبه یې کړي. هغه د ټرمپ له خوا د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ته د استول شوي لیک په اړه ویلي چې د لیکلو استول د ډیپلوماسۍ یوه برخه ده او په خبره يې، کېدای شي د فشار او ګواښ برخه هم وي. عراقچي زیاته کړې موږ د جګړې لپاره تیاری لرو او وېره هم ترې نه لرو، خو د جګړې غوښتونکي نه یو او دا څرګنده ده. تېره اوونۍ د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي هم ویلي و چې امریکایان دې پوه شي چې هېڅکله هم ایران ته په ګواښ څه ترلاسه کولای نه شي.

مطالب

عراقچي
ټرمپ دې پوه شي
چې په ګواښ څه
نه شي ترلاسه کولای

دا خبر نورو سره شریک کړئ