Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا امریکا ته: له پوځي ګواښونو لاس واخله.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

شمالي‌کوریا امریکا ته: له پوځي ګواښونو لاس واخله.

شمالي‌کوریا وايي، که امریکا د خپل کورني امنیت خوندیتوب په اړه لري، نو له پوځي ګواښونو څخه دې لاس واخلي.

د امریکا یوه پوځي قومندان څو ورځې وړاندې ویلي و چې د شمالي‌کوریا بالېسټیک توغندي د دې وړتیا لري چې امریکا کې خپل اهداف په نښه کړي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ نن شنبه، فبرورۍ ۱۵مه راپور ورکړی چې امریکا د دوی پروړاندې  له سوېلي‌کوریا سره پوځي تمرینات کوي او په وینا یې، کوریا ټاپو ته جنګي کښتۍ لېږي.

راپور زیاته کړې چې د امریکا دې کړنو ته په کتو، شمالي‌کوریا حق لري چې د ځان دفاع لپاره خپل ځواک پیاوړی کړي.

امریکا له دې وړاندې هم شمالي‌کوریا د توغندیو ازموینې مخنیوي لپاره وار په وار د بندیزونو او خبرداري ګواښ کړی، خو شمالي‌کوریا بیا وايي، ازموینې یې، د ځان دفاع لپاره دي.

مطالب

شمالي‌کوریا امریکا ته
له پوځي ګواښونو لاس واخله

دا خبر نورو سره شریک کړئ