Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان ادعا: د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ ډرون مو ویشتلي.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

د پاکستان ادعا: د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ ډرون مو ویشتلي.



د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ بې‌پېلوټه الوتکې چې پر دغه هېواد د برید لپاره کارول کېدې، نسکورې کړې دي.

د پاکستان پوځ د رسنیو او عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د اسراییلو له لوري جوړ شوې هارپ ډرون چې د هند له لوري پاکستان ته د برید لپاره لېږل شوې وې، نسکورې کړې دي.

پاکستان همداراز د هند د بریدونو پیل راهیسې ادعا کوي چې د خپل سیال ګاونډي پنځه جېټ‌الوتکې یې، نسکورې کړي او په وینا یې، درې نورې د هند په خاوره کې لوېدلې دي.

د معلوماتو له مخې، هارپي ډرون د رادار سېسټمونو د برید لپاره ډیزاین شوي او د هوایي دفاع (سیډ) رول د له‌منځه وړو ځواک لري. دغه ډرون د یوې زیاتې اندازې چاودېدونکو د لېږد وړتیا هم لري.

هند تراوسه د پاکستان دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته مهال د پاکستان پوځ نن شنبه، مې لسمه د هند پروړاندې د بنیان‌المرصوص په نوم عملیات پیل کړل.

مطالب

د پاکستان ادعا:
د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ ډرون مو ویشتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ