Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل: جګړه ښايي اوږده شي.
۳۰ جوزا ۱۴۰۴

اسراییل: جګړه ښايي اوږده شي.

د اسراییلو د پوځ ویاندې ایفي ډفرین وايي چې د ایران پر وړاندې د دوی ځمکني او هوايي بریدونه او عملیات روان دي.

نوموړي دغه څرکندونې نن جمعه، جون ۲۰مه، په خپل ورځني خبري ناسته کې کړي دي.

نوموړي یاد خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې «راتلونکې ورځې به له ننګونو ډکې وي،» او زیاته یې کړه، «دا جګړه ممکن د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.»

ډفرین یادونه وکړه چې پوځ به د ایران اټومي تاسیساتو باندې بمبارۍ ته دوام ورکړي او عملیات به پراخ شي.

هغه زیاته کړه: «تهران به پر موږ برید ته دوام ورکړي او پوځي عملیات لا پای ته نه‌دي رسېدلي. د ایران د توغندیو د ویشتونکو له‌منځه وړل به د اسراییلو د جنګي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.»

بل‌خوا ایران هم پر اسراییلو د سختو بریدونو ګواښ کړی. ایراني چارواکي وايي چې اسراییل به له خپلو کړنو پېښمانه کړي او په وینا یې، سزا به ورکوي.

د ایران پوځ نن جمعه هم د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو پرخ توغندیز بریدونه کړي چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ویجاړۍ یې هم رامنځته کړی دی.

مطالب

اسراییل
جګړه ښايي اوږده شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ