Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس؛ تېرکال څه باندې ۳۳ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپانې وېشل شوې.
۸ ثور ۱۴۰۴

بادغیس؛ تېرکال څه باندې ۳۳ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپانې وېشل شوې.

د بادغیس ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته د نفوسو د ثبت او احصایوي فعالیتونو اړوند پراخ خدمات وړاندې شوي دي. 

د یاد ریاست رییس ضیاالدین بختیار رسنیو ته ویلي چې د بادغیس احصایې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۳۳ زره او ۳۰۴ برېښنايي پېژندپاڼې، ۵۲ زره او ۷۱۹ کاغذي پېژندپاڼې، ۴ زره او ۹۹۹ د زېږون او ۷۴۶ د مړینې کارتونه وېشلي دي. 

هغه زیاته کړې، چې سربېره پر دې، ۸ زره ۳۸۸ کسانو ته د تابعیت تذکرو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.

مطالب

بادغیس؛ تېرکال
څه باندې ۳۳ زره کسانو ته
برېښنایي پېژندپانې وېشل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ