Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق‌ په تور نیول شوي.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

پکتيا کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق‌ په تور نیول شوي.

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په زرمت ولسوالي کې د نشه‌يي توکو دوه  قاچاق‌وړونکي نیولي دي.

د پکتـيا امنيه قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پرضد منسوبينو په زرمت ولسـوالي کې د یو کشفي راپور پربنـسټ دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نيول شويو کسانو سره یو اندازه ترياک، شيشه، خام چرس، ټابليټ کا او ترڅنګ يې، کلاشېنکوف او مرمۍ هم نيول شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د نيول شویو مظنونينو دوسـیي به تر لومړنـیو څیړنو وروسـته عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

درې ورځې وړاندې هم د امنيه قومنداني له لوري د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۵۰۳ کيلو ګرامه خام چرس ترلاسه شوي و.

مطالب

پکتيا کې دوه کسان
د نشه‌يي توکو قاچاق‌
په تور نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ