په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، چې د بودجې له کموالي سره سره افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.
نوموړې دا څرګندونې پرون د سرپرست حکومت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په ارګ کې کړې دي.
یوناما د هرات اسلام قلعه بندر ته د میرمن اوتونبایوا له سفر وروسته یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له ایرانه راستانه شوي کسان له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړیږي.
د دوی په خبره د ۲۰۲۵ کال له پيله افغانستان ته یو اعشاریه درې میلیونه کډوال ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ډیری هغوی په زور ایستل شوي دي.