Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قطر دغه هېواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید غندلی.
۳ سرطان ۱۴۰۴

قطر دغه هېواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید غندلی.



د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.

بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”

بیانیه کې ویل شوي چې د قطر هوایي دافع سيستم دغه برید شنډ کړي دي. قطر ټینګار کړی چې دغه ډول اقدامات د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کوي.

ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز برید وکړ.

ایران داسې مهال قطر کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز برید کړی چې د یکشنبې په سهار امریکا د ایران په دریو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

تر هغه برید وروسته ایران ګواښ کړی وو چې امریکا ته به سخت ځواب ورکړي.

مطالب

قطر دغه هېواد کې
د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید غندلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ