Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سمنګان کې چاودنه؛ څلور کسان ټپیان شوي.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

سمنګان کې چاودنه؛ څلور کسان ټپیان شوي.

د سمنګان مرکز اېبک ښار په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د لاسی‌بم چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان امنیه قومنداني څخه نن جمعه، سلواغې ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوو کسانو د لمانځه پرمهال جومات ته لاسي‌‌بم اچولی چې له کبله یې، څلور کسان ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو د شخصي خصومت له امله دغه کار کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې عامیلین له یوه چره‌ای ټوپک سره نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

د پېښې ټپیان د مزارشریف ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

مطالب

سمنګان کې چاودنه
څلور کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ