ټرمپ نتنیاهو ته: د ایران پر اټومي تاسیساتو برید سره مخالف یم.
د امریکا ولسمشر ډونالډ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدسره مخالفت ښودلی دی.
ټرمپ او نتنیاهو د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ۴۰ دقیقې ټیلیفونې خبرې وکړې او ټرمپ په دې خبرو کې له ایران سره د اټومي وسلو په تړاو هوکړه شونې وبلله.
ټرمپ ټينګار کړی چې باوري دی، له ایران سره به د اټومي وسلو په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، د اوس لپاره د یاد هېواد پر اټومي وسلو له برید سره مخالف دی.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، بنیامین نتنیاهو په دې ټیلیفوني اړیکه کې ټينګار کړی چې ایران په «وختضایعه کولو» کې مسلکي دي او باید له یوه پوځي ګواښ سره مخ شي.
امریکا د مې میاشتې پر ۳۱مه تهران ته د اټومي وسلو په تړاو د هوکړې لپاره وړاندیز لېږلی، خو تهران وايي، د یاد وړاندیز پر ارزونې بوخت دي.
ټرمپ همداراز اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شپږم پړاو خبرې به د روانې اوونۍ پنجشنبې پر ورځ پیل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا ویلي چې دوی د یاد پړاو خبرو په اړه چې راتلونکې شنبه، د عمان پلازمېنې مسقط کې پیلېږي، چمتووالی نیسي.