Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

مطالب

د افغانستان بانک سبا
۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

دا خبر نورو سره شریک کړئ