Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې په ۱۸ میلیونه افغانیو دوه چکډېمونه جوړېږي.
۷ حوت ۱۴۰۳

کندهار کې په ۱۸ میلیونه افغانیو دوه چکډېمونه جوړېږي.



کندهار کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په خاک‌رېز ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت لپاره دوه چکډېمونه جوړېږي.

دغه چکډېمونه د ولایت مقام په ځانګړي لارښونه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او مسلکي همکارۍ، د اقتصاد او کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ، او د کانونو ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته جوړېږي.

د دغو بندونو د تخنیکي سروې چارې د کرنې ریاست انجنیرانو او اړوندو ریاستونو استازو بشپړې کړي دي.

د طبیعي سرچینو ا مریت اینجینیر روح‌الله روحاني وایي چې د یادو چکډېمونو د جوړېدو چارې به د راتلونکو اوونیو په لړ کې پیل شي.

د هغه په وینا، دغه بندونه به په اساسي او پایدار ډول جوړ شي، څو د سیمې خلکو ته اوږدمهاله ګټه ورسوي.

نوموړي وویل: «د چکډیمونو جوړېدل نه یوازې دا چې د اورښتونو اوبه زېرمه کوي، بلکې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه هم لوړوي، چې دا چاره د کروندګرو او مالدارانو لپاره ډېر اهمیت لري.»

د روحاني په وینا، د دغو بندونو له جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي،  دا چکډیمونه به د سیمې بزګرانو ته د اوبو ستونزې راکمې کړي او د کرنیزو محصولاتو حاصل به ورسره لوړ شي.

نوموړی  وویل: «که دا ډول بندونه په دوامداره توګه جوړ شي، نو نه یوازې به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزه هواره شي، بلکې د سیمې مالداران به هم د وچکالۍ له ګواښ څخه خوندي شي.»

دوه اوونۍ وړاندې د کندهار ارغستان ولسوالي سردرې سیمه کې هم د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

مطالب

کندهار کې
په ۱۸ میلیونه افغانیو
دوه چکډېمونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ