د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۳۱۰ زره کورنۍ شاملې دي، چې شمېر یې له دوو میلیونو کسانو څخه زیات دی. هغه زیاته کړې چې په یاده موده کې ټول ټال ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.