Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شویګو: د مسکو غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.
۶ ثور ۱۴۰۴

شویګو: د مسکو غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر خبر ورکړی، چې د مسکو د نړیوالې غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي. 

ټاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا درې ورځنۍ غونډه د مې په۲۷مه د روسیې په پلازمینه مسکو کې پیلېږي او د نړۍ د شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو استازي به پکې برخه واخلي. 

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو له ټاس سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان قضیې ته په خپل بهرني سیاست کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ لومړیتوب ورکوي. 

روسیه په کابل کې له واکمن سرپرست حکومت سره نژدې او ښې اړیکي لري؛ تیره اونۍ یې نوم د ترهګرو له لست څخه لرې کړ او ویې ویل چې په مسکو کې به د افغانستان سفیر هم ومني.

مطالب

شویګو: د مسکو غونډې
د اجنډا یوه مهمه موضوع
به افغانستان وي

دا خبر نورو سره شریک کړئ