Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر امنیه قومانداني: د روان لمریزکال په لړ کې لسګونه میله اسلحې ترلاسه شوي.
۳۰ جدی ۱۴۰۳

د لوګر امنیه قومانداني: د روان لمریزکال په لړ کې لسګونه میله اسلحې ترلاسه شوي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې تېرو نهو میاشتو کې یې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۸۰ میله، اسلحي او مهمات ترلاسه کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي نیک ولي جان وایي، چې د امنیتې ځواکونو په هڅو او د خلکو په همکاري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو د روان کال له پیل څخه تر دې دمه، ۱۸۲ میله ډول ډول اسلحې، مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

دغه راز ښاغلي والي جان زیاته کړه؛ چې په نیول شویو اسلحو کې، ام فور، کلاشینشکوف، تفګنچې، د شپې دوربینونه او یو شمیر نور اسلحې او مهمات شامل دي.

دغه ډول نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي مسؤلین د ولسونو د هوساینې برخه کې شپه ورځ هڅه کوي، ترڅو دوی ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

مطالب

لوګر
اسلحي او مهمات

دا خبر نورو سره شریک کړئ