Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې ایران ته د څه باندې۲۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول وشوه.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

هرات کې ایران ته د څه باندې۲۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول وشوه.

د هرات امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ایران ته د څه باندې ۲۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده وايي چې د یادې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۲۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي چې ایران ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل، کشف او ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو نشه‌يي توکو کې ۱۶۳ کیلوګرامه شیشه، ۴۲ کیلوګرامه تریاک او ۷۰ کیلوګرامه هیرویین شامل دي.

امنیتي مسوولین وايي چې یاد توکي د یوه کشفي راپور پربنسټ د اسلام‌کلا بندر له مربوطاتو ترلاسه شوي او د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

مطالب

هرات کې ایران ته د څه باندې۲۵۰ کیلوګرامه
نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ