Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بلل شوی.
۲۵ دلو ۱۴۰۳

د لوګر امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بلل شوی.

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غړی او د چارو ادارې مرستيال مولوي سيف‌الدين تائب په مشرۍ يوه پلاوي لوګر ته سفر کې د دې ولایت امنیتي وضعیت ارزولی دی.
امنيتي او تصفيوي کمېسيون ويلي، چې ياد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د لوګر مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور په مشرۍ د ولايتي امنيتي کمېسيون له غړو سره په امنيتي وضعيت مفصلې خبرې کړې دي.
راغلي پلاوي د دې سفر په پايله کې د لوګر ولايت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بللی او زياته کړې یې ده، چې د‌ ټولو ادارو ترمنځ بشپړه همغږي شتون لري.
د امنيتي او تصفيوي کمېسيون په خپله اېکس پاڼه دغه راز زياته کړې، چې د ياد سفر په لړ کې د لوګر ولايت د مـ.ـجاهدينو ستونزې اورېدل شوي او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې؛ د نورو کتنو ترڅنګ مولوي سیف الدين تائب د لوګر ولايت ‌د کره‌ کتنې کمېټې له مسوولينو سره هم لیدلي او په چارو کې يي په پوره روڼتيا ټينګار کړی دی.

مطالب

د لوګر امنيتي
وضعيت
د ډاډ وړ بلل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ