Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېره میاشت د ۱۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.
۲۷ حوت ۱۴۰۳

تېره میاشت د ۱۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت د مرغومې میاشتې پرتله ۱۸ میلیونه ډالره کم شوی دی. د راپور له‌مخې، په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۲میلیونه ډالره دی، په داسې حال کې چې د وارداتو عمومي ارزښت ۱۰۷۶.۱ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی. په دغه میاشت کې تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي، په داسې حال کې چې ایران، چین او پاکستان د افغانستان ستر صادرونکي هېوادونه دي.

مطالب

تېره میاشت
د ۱۴۴ میلیونه ډالرو
په ارزښت صادرات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ