Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

غزني کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي.

د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي رسنیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د قره‌باغ ولسوالۍ په «ټولاخېلو» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «ناپېژانده کسان یوه کور ته ورغلي، یو کس او درې ماشومان یې په ډزو وژلي او یو بل ماشوم یې ټپي کړی دی.»

دی وایي، د پېښې په تړاو یې څو تورن کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.

سرحدي وایي، ښایي دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.

مطالب

غزني کې ناپېژانده کسانو
د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ