Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په ۲۲۵زره ډالرو د دوو پروژو چارې پيل شوې.
۶ حمل ۱۴۰۴

خوست کې په ۲۲۵زره ډالرو د دوو پروژو چارې پيل شوې.

د خوست د کليوبيارغونې او پراختيا رياست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په‌ عليشرو ولسوالي کې د ۲۲۵زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د خوست د کليو بيارغونې او پراختيا رییس عنايت‌الرحمن جلالي د يادو پروژو پيل مراسمو کې وويل چې په دې پروژو کې د ۳۰۰مترو په اوږدوالي يوکانال او د ۲۰۰مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال جوړېږي.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې يادې پروژې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري پلې کېږي او ۲۲۵زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.

په ورته مهال د عليشېرو ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي بيا د يادو پروژو پيل ته خوښي څرګندوي.

د عليشېرو ولسوالي يوه اوسېدونکي شاه‌ولي خان وويل چې د ياد کانال په جوړېدو سره به د اوبو د ضايع‌کېدو مخه ونيول شي او سلګونه جريبه ځمکې به خړوبه شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ولسوالي په بېلابېلو سيمو کې ورته پروژو پلي‌‌کېدو ته اړتيا شته چې بايد حکومتي مسوولان او مرستندويه بنسټونه ورته پام وکړي.

د مسوولانو په خبره، د يادو پروژو پلي‌کولو پرمهال به سلګونه کسانو ته کار زمينه هم برابره شي.

مطالب

خوست کې په ۲۲۵زره ډالرو
د دوو پروژو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ