Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې زرګونه نشه‌يي «ټابلین» ګولۍ نیول شوي,
۲۱ دلو ۱۴۰۳

پکتيا کې زرګونه نشه‌يي «ټابلین» ګولۍ نیول شوي,

د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي، د نشه‌يي توکو پر ضد منسوبينو «شنبه، سلواغې ۲۰مه» د ډنډې‌پټان ولسـوالي اړوند په ستیا سیمه کې څه باندې درې زره ټابلين ګولۍ نیولي دي.

پکتيا امنيه قومنداني څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نشه‌يي ګولۍ له پاکستان، هېواد ته راوړل شوې وې چې زرنج موټرسایکل کې د لېږد پرمهال نیول شوي.


خبرپانه زیاتوي چې د یادو نشه‌يي توکو ګولیو د لېږد په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

 له دې سربېره په څمکنـیو ولسـوالي کې هم د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې امریت له ٥٦ ټابلين ګولیو سره یو کس لاس په لاس نیولی دی.


له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو لېږد، قاچاق، تولید او خرڅلاو په تور ځینې کسان نیول شوي دي.

مطالب

پکتيا کې
زرګونه نشه‌يي
ګولۍ نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ