Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۱۶ قلمه درمل وېشل کېږي.
۱۲ دلو ۱۴۰۳

زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۱۶ قلمه درمل وېشل کېږي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وايي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونېسف او د «موف» موسسې له لوري د دغه ولایت له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۱۶ قلمو درملو مرسته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه درمل د کلات ښار په ګډون د ۱۱ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي.

د هغه په وینا، دا درمل به د درېوو میاشتو لپاره تر یوې کچې د یادو مرکزونو اړتیاوې پوره کړي او د درملو کمښت ستونزه به راکمه کړي.

هغه وویل: «یاد درمل د یونېسف ادارې او موف موسسې له‌خوا څخه خریداري شوي. ۶۰ قلمه درمل د یونېسف لخوا او ۵۶ قلمه موف موسسې له‌خوا خریداري شوي. دا درمل د مرکز کلات په شمول ۱۱ ولسوالیو کې د ۴۷ روغتیا مراکزو لپاره دي. دا درمل به درېوو میاشتو لپاره بسنه وکړي.»

د زابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، بشپړو روغتیايي خدماتو ته ‌لاسرسی نه‌لري او د ناروغانو د درملنې په برخه کې جدي ستونزو سره مخ دي.

خو دوی هیله څرګندوي چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د دغو طبي مرستو په رسېدو سره به یې صحي ستونزې یو څه حل شي.

د زابل اوسېدونکي میراجان وویل: «دا د زابلیانو لپاره یو د خوشحالۍ ځای دی چې د یونېسف په همکارۍ د عامې روغتیا له‌خوا دا اقدام وشو، ځکه ډېری خلک په ولسوالیو او لرې‌پرتو سیمو کې په خصوصي روغتیایې مراکزو کې د درملني توان نه‌لري.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي محمدنسیم وویل: «مشکلات د درملو نشته برخه کې ولسوالیو کي زیات دي. دا ډېر ښه اقدام شوی، موږ خوښ یوو چې داسې ولسوالیو  ته درمل لېږدول کېږي.»

د روغتیايي برخو کارپوهان ټینګار کوي چې  یوازې لنډمهاله مرستې د حل لار نه‌شي کېدای او حکومت باید د اوږدمهاله روغتیايي تګ‌لارې له مخې، روغتیايي مرکزونه پیاوړي کړي او د خلکو لپاره د وړیا درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.

د روغتیا برخې کارپوه میوند مېړنی وايي: «یوازې لنډمهاله مرستې د حل لار نه‌شي کېدای، دولت باید د اوږدمهاله روغتیايي پالیسۍ له مخې، د عامې روغتیا مرکزونه پیاوړي کړي او د خلکو لپاره وړیا درملنې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

دا داسې مهال دی چې د هېواد د لرې‌پرتو سیمو اوسېدونکو تل شکایت کړی چې روغتیايي خدمتونو ته محدود او یا هم هېڅ لاسرسی نه‌لري.

مطالب

زابل
۴۷ روغتیايي مرکزونو ته
۱۱۶ قلمه درمل وېشل کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ