Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ د لوړتناژ تله ولګول شوه.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ د لوړتناژ تله ولګول شوه.

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کندوز په اړوند سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوړتناژ تله ولګول شوه.

دغه تله د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالي اړوند دشت‌ابدان سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او سړک خرابېدو مخنیوي لپاره لګول شوې ده.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا، د یادې تلې د جوړېدو چارې د تېرکال تلې میاشت کې پیل شوې وې چې د یاد ولایت د ټولګټو ریس عبدالخالق حقمل او نورو چارواکو له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ټولګټو وزارت له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او د سړکونو ویجاړېدو مخنیوي په موخه د لوړتناژ تلې لګولې دي.

د هېواد په ډېری سیمو کې د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي پېښو یو لامل هم د باروړونکو موټرو له اندازې ډېر وزن او بې‌احتیاطي بلل کېږي.

مطالب

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ
د لوړتناژ تله ولګول شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ