Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مزارشریف- بلخ ولسوالۍ سړک د پراخولو پروژې چارې پیل شوې.
۷ ثور ۱۴۰۴

د مزارشریف- بلخ ولسوالۍ سړک د پراخولو پروژې چارې پیل شوې.

د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د مزارشریف- بلخ ولسوالۍ سړک د پراخولو پروژې چارې د څه باندې ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. 

د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي اوبو ادریس په هېواد کې د امنیت تامین د ا.ا له نظام سره د خلکو د ژورې همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل چې په دې برخه کې د خلکو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ نږدې اړیکې د پام وړلاسته راوړنې دي. 

په ورته وخت کې د مزار شریف د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د مزارشریف- بلخ ولسوالۍ د عمومي سړک د پراخولو چارې د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په ۶ میاشتو کې به بشپړې شي.

مطالب

د مزارشریف- بلخ ولسوالۍ
سړک د پراخولو پروژې
چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ