Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د نشه ‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور دوه تنه نیول شوي.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د نشه ‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور دوه تنه نیول شوي.

د لوګر امنیه قومانداني مسوولین وايي، چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پل‌علم کې دوه تنه د نشه ‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومانداني ویاند مولوي احمدالله انس وایي، چې یاد کسان تېره ورځ د لوګر امنیه قومنداني د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو له لوري د کشفي معلوماتو په اساس د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «پښتون آباد» سیمه کې نیول شوې دي.
انس زیاتوي، له یادو کسانو سره دوه کیلو او سل ګرامه شيشه پوډر او یو کرولا ډوله موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه  وویل، نیول شوي کسانو به له پلټونو وروسته عدلیي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي.
لوګر کې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د نشه ‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور کسان نیولي دي.

مطالب

لوګر کې
د نشه ‌یي توکو د
قاچاق او پلور په تور
دوه تنه نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ