Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو.
۵ حوت ۱۴۰۳

هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولانو د ۱۴۰۴ لمریزکال په نږدې‌کېدو سره، د کابل بادام‌باغ کې د «نن نیالګی د راتلونکې هوساینې» تر نوم لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړ.

مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به د هېواد په کچه ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي منابعو عمومي رییس عبدالاحد خلیل وویل: «موږ به له خپلو قوریو څخه ۱۶ میلیونه هېوادوالو ته نیالګي ووېشي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني هم د حج او اوقافو وزارت له مسوولانو وغوښتل چې د جمعې لمانځه خطبو کې د نیالګیو کېنولو ارزښت په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

نوموړي وویل: «له حج او اوقاف غواړو چې له زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو او هېوادواولو د جمعې خطبه کې وغواړي چې یو یو نیالګی کېنوي او د نیالګيو اهمیت په اړه پوهاوی ورکړي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجا اخند حاجي سالم هم له هېوادوالو وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو او ساتنه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

هغه وویل: «موږ او تاسو ته لازمه ده چې نیالګي کېنولو ته لومړیتوب ورکړو او ساتنه یې وکړو او دا راتلونکي نسل ته شتمني ده، راځئ چې ښې راتلونکې او چاپېریال ته کار وکړو.»

د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مشر خان‌محمد فروتن وايي، هرکال هېواد کې میلیونونه مثمره او غیرمثمره نیالګي کېنول کیږي، خو پر وخت د اوبو نه ورکولو او ورته د نه پام په دلیل بیرته له منځه ځي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د نیالګیو په روزنه او ساتنه کې ونډه واخلي. «دا ونې مو چې کېنوي، ساتنې ته اړتیا لري. موږ باید یو نه ۴۰ میلیونه نیالګي کېنوو او که ساتنه یې، نه‌وي، له‌منځه ځي. له خلکو غواړو چې نیالګیو ته اوبه ورکړي. ساتنه یې وکړئ او وړاندیز مې دا دی چې امارت او وزارت‌خونې داسې کمپاین وکړي چې نیالګیو ته اوبه ورکړي.»

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هېواد کې سل میلیون نیالګي کېنول شوي دي.

مطالب

هېواد کې د نیالګیو
کېنولو ملي کمپاین پیل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ