د لوی غره له لمنو څخه

د غزني په پوهنتون کې د زده کړو بهیر ښه والي او محصلینو ته د اړینو اسانتیاوو برابروولو په موخه ځينې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.
د مسوولینو په خبره دامهال د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه څېړنیز فارم، د محصلینو لپاره طعام خانه، شنو سیمو او احاطوي دېوالونو جوړول چارې روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه پوهنتون ځينې محصلین د څښاک پاکو اوبو، لیلې، شنو ساحو او مطالعې لپاره مناسب چاپېریال برابرول خپله جدي اړتیا ګڼي.
خو مسوولین ډاډ ورکوي، چې د محصلینو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په راتلونکي لمریز کال کې به د غزني پوهنتون کې، د طب پوهنځي د منظورۍ ترڅنګ، د غونډو تالار، د پوهنتون داخلي سړکونو او د سپورټي جمنازیم جوړولو عملي چارې پيل شي.