Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۳۰۰ په نشې د روږدو کسانو درملنه شوي.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې ۳۰۰ په نشې د روږدو کسانو درملنه شوي.

لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت بېلابېلو ادارو په همکارۍ په تېر یوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ په نشې روږدي کسان درملنه شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم الله لودین زینت راډیو ته وویل، دغه کسان د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه راټول شوې او ددغه ولایت د معتادینو ۳۰ بستریز روغتون کې تر درملنې وروسته خپلو کورنو ته ستانه شوې دي.

لودین زیاتوي، د لوګر ولایت روغتیايي کارکوونکو په بیلابیلو سیمو کې شاوخوا ۴ زره کسانو ته د نشې توکو د کارونې زیانونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی ده او هڅه کوي چې د پوهاوي کچه لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

بلخوا د لوګر ولایت مرکز پل علم یوه اوسیدونکي عبدالله زینت  راډیو ته وویل، د ا.ا له لوري په نشې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې برخه کې د پام وړ مثبت کارونه شوې دي.

هغه ټینګار کوي چې حکومت باید په دغه ولایت کې هغه کسان ونیسي چې د نشه یي توکو راکړه ورکړه ترسره کوي او له نشې روږدي کسانو ته دې د کارکولو او حریفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

لوګر عامې روغتیا ریاست په داسې حال کې د درې سوه په نشې د روږدو کسانو د درملنې خبر ورکوي چې همدا تېره اونۍ د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ۸ ټنه نشه يي توکي چې په تړاو یې ۱۷۷ کسان نیولي شوي وو له مینځه یوړل.

مطالب

لوګر کې ۳۰۰
په نشې روږدو
کسانو درملنه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ