Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې یوه کارخونه د ورځې «۱۲» ټُنه مبلایل تولیدوي
۲۸ جدی ۱۴۰۳

فراه کې یوه کارخونه د ورځې «۱۲» ټُنه مبلایل تولیدوي

فراه کې د «کیمیاوي مبلایلو» شرکت مسوولان وايي چې یاد شرکت د ورځې ۱۲ ټُنه مبلایل تولیدوي.

د یاد شرکت رییس زلمی نورزی وايي چې د یاد شرکت تولید شوي مبلایل د هېواد ټولو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

هغه وايي، دوی له SC.CC تر C14پورې مبلایل تولید لري.

د نورزي په وینا، دغه شرکت د ۶۰۰زره ډالرو په لګښت جوړ شوی او دا مهال پکې ۱۶ کسان په مستقیمه توګه کار کوي.

د دغه شرکت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، دوی د خپلو تولیداتو لپاره له جنراټور او لمریزې برښنا ګټه اخلي.

د هېواد په ډېری ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې سلګونه کارخونې فعالیت کوي چې تولیدات یې، د هېواد سربېره نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

همداراز دې کارخونو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کارکولو زمینه هم برابره شوې.

مطالب

فراه
کیمیاوي مبلایل

دا خبر نورو سره شریک کړئ