Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر سرې میاشتې ریاست ته نوې ودانۍ جوړیږي.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

د لوګر سرې میاشتې ریاست ته نوې ودانۍ جوړیږي.

د لوګر ولایت د سرې میاشتې ریاست لپاره د شل میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پرانیستې په پار جوړو شویو مراسموکې د لوګر پر ولایتي مسوولینو سربېره، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ شهـ.ـاب الدین دلاور،  یوشمېر نورو علماوو او مشرانو ګډون کړی وو.

د لوګر د سرې میاشتې د رئیس، مولوي میرهاشم حـ.زب الله د معلوماتو له مخې، ندغه څلور پوړیزه ودانۍ به د نورو مهمو برخو ترڅنګ۳۰ خونې ولري، چې په پاخه او اساسي توګه پر دوه جریبه ځمکه د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې؛ د سرې میاشتې عمومي ریاست له پراختیایي بودیجې جوړیږي.

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، د لوګر ځایي مسوولینو او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې  په راتلونکي به د یاد ولایت لپاره ورته نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.

د لوګرسرې میاشتې ریاست ته د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې داسې مهال پیل شوې، چې هم مهاله د یاد ریاست اړوند، په کلنګار سیمه کې د میرسیدمحمود په نوم؛ یو روغتیایي مرکز د درې میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
زینت راډيو لوګر.

مطالب

د لوګر سرې میاشتې
ریاست ته نوې ودانۍ جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ