لوګر کې له څه باندې ۲زره اړمنو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.
لوګر کې له څه باندې ۲زره اړمنو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.
د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو پر دوام د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې له ۲۰۱۳ اړمنو کورنیو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د کلیو د پراختیا او هوساینې لپاره د عمل مؤسسې په تخنیکي همکارۍ مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خیل وویل: په دې پړاو کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه او او دوه پاکټه سوپر سریال وویشل شول.
نایب خېل وویل یادې کورنۍ مخکې سروې شوي او ثبت شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې پر ۱۳۷۳ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
زینت راډيو – لوګر.