Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسي ونه مومي.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

ټرمپ: ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسي ونه مومي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو اټومي خبرو په اړه ویلي، ایران امریکا سره د اټومي تړون غوښتونکی دی. 

العربیه د ټرمپ له قوله راپور ورکړی، چې نږدې راتلونکي کې ایران سره د یوې هوکړې فرصت شته او نه غواړي بمبار شي. 

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسي ونه مومي. خو ایران بیا له امریکا پر دوی د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.

 د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، که امریکا سره هوکړه د ایران یورانیمو غني کول تضمین کړي نو دوی به یې ومني.

مطالب

ټرمپ
ایران باید هېڅکله
اټومي وسلو ته
لاسرسي ونه مومي

دا خبر نورو سره شریک کړئ