Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر له پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۲۴۵ زره ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

د لوګر له پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۲۴۵ زره ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یوې همکارې مؤسسې له لوري د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره د شاوخوا د ۲۴۵ زره ډالرو په ارزښت د اړینو درسي توکو مرسته شوې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پورعرب زینت راډيو ته وویل، چې د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د یوې همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اړینو درسي توکو مرسته شوې ده.
د ښاغلي عرب په وینا، په دې مرسته کې څه باندې ۲۲۰۰ کېټه درسي توکي شامل دي، چې په هر یو کېټ کې د لومړنۍ (ابتدائیه) دوری د ۲۰ تنو زده کوونکو لپاره لس قلمه بېلابېل درسي توکي ځای پر ځای شوي دي.
هغه وویل، درسي توکي به د راتلونکي نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د ۲۸۷ ښوونځیو د لومړنیو دورو په نږدې ۴۵ زره زده کوونکو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي مرسته له یاد ریاست سره د درسي توکو مرسته شوې وه.

مطالب

د لوګر له پوهنې ریاست
د شاوخوا ۲۴۵ زره ډالرو
په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ