Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کډوالو وزارت؛ له ځینو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

کډوالو وزارت؛ له ځینو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کسانو د ملاتړ په موخه، له درېیو غیر دولتي بنسټونو سره د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. 

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه هوکړه‌لیکونه، چې ټول ارزښت یې ۵۸۱ زره او ۵۷۲ امریکايي ډالر دی، د “ښځو لپاره د افغان ښځو پرمختیايي بنسټ” د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه‌ییز پرمختګ اداره” او “د روښانه لارې د روغتیايي او ټولنیزو خدماتو بنسټ” له خوا له کډوالو وزارت سره لاسلیک شوي دي. 

د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، به یاد بنسټونه دغه بودیجه د روزنیزو پروګرامونو، د ظرفیت لوړونې مرکزونو جوړولو، وسایلو وېش، پوهاوي، اقتصادي ملاتړ، نقدي مرستو، د حجاب ګنډلو او مهره‌دوزۍ په برخو کې ولګوي.

مطالب

کډوالو وزارت
له ځینو بنسټونو سره د همکارۍ
د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

دا خبر نورو سره شریک کړئ