Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان تېر کال د ۱۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي.
۲۳ حمل ۱۴۰۴

افغانستان تېر کال د ۱۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي.



د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان تېر کال بهرنیو هېوادونو ته د ۱۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته استولي غږ ته ویلي، دې موده کې د افغانستان انځر هندوستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، برتانیې، کاناډا او هالنډ ته صادر شوي دي.

د هغه په خبره، یادو هېوادونو ته په همدې موده کې ۳۲زره ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي دي.

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې افغانستان د تېر کال په ۱۱میاشتو کې د ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزې نړیوالو بازارونو ته صادرې کړې دي.

مطالب

افغانستان تېر کال
د ۱۶۵ میلیون ډالرو
په ارزښت انځر صادر کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ