د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په یوې خپرې شوې اعلامیه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال دې د دوی انساني حقونه تر پښو لاندې نه کړي او له ناوړه چلند څخه دې ډډه وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې باید افغان کډوال په تدریجي او باعزته ډول خپل هېواد ته راستانه شي او ایران دې د ښه ګاونډيتوب اصولو ته پام وکړي.
ملا محمد حسن اخوند همداراز له ایراني لوري غوښتي چې افغانو کورنیو ته دې اجازه ورکړي څو منقوله توکي وطن ته ولېږدولی شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.
نوموړي ټينګار کړی چې ايراني مسوولين بايد د کډوالو په را ایستلو کې له زغم کار واخلي، څو دا موضوع د دواړو ولسونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.