Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چینايي پانګوالو د افغانستان پر بندونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
۳ سرطان ۱۴۰۴

چینايي پانګوالو د افغانستان پر بندونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې دجلب او جذب ریيس رحمت‌ولي رحماني د چینایي شرکتونو له یوې ډلې سره کتلي دي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د چینایي شرکتونو مسوولینو د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید او د بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

 ورته مهال، د پانګونې د جلب او جذب ریيس په دغه لیدنه کې په افغانستان کې دبرېښنا انرژي تولید په پروژو کې د چینایي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او په دې برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکوو.

مطالب

چینايي پانګوالو د افغانستان
پر بندونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ