Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کډوالو وزیر د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رییس سره کتلي.
۱۵ جوزا ۱۴۰۴

د کډوالو وزیر د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رییس سره کتلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رییس عرفات جمال سره کتلي دي.

 په دې کتنه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو او په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په اړه خبرې شوې دي. 

عرفات جمال ویلي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري لېواله ده، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د سرپنا جوړلو او د عاید موندلو په برخه کې کار پیل کړي.

مطالب

د کډوالو وزیر
د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ
له رییس سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ