Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
۵ جوزا ۱۴۰۴

غزني؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.

د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.

 د مسوولینو په خبره په دې پروژو کې د یاد ولایت په قلعه قدم او توحیدآباد سیمو کې د ۱۸۰۰ متره په اوږدوالي او ۶ متره په سور د یوه سړک کانکرېت کول, د ۳ مترو په لوړوالي د سلګونه متره استنادي دېوال او ویالو رغول شامل دي, چې چارې یې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او په دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مطالب

غزني؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت
د ۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ