Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۹۳ فلسطینیان وژل شوي.
۱ جوزا ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۹۳ فلسطینیان وژل شوي.



له تېرې ورځې راهیسې غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږترلږه ۹۳ فلسطینیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغو بریدونو کې تر ډېره هغه کسان په نښه شوي چې د بشري مرستو وېش ته په تمه وو.

که څه هم ملګروملتونو ویلي چې غزې ته د بشري مرستو ۱۰۰ لارې داخلې شوي، خو د ستونزو له امله دغه مرستې لا هم اړمنو ته نه‌دي وېشل شوي.

د غزې خلکو ترڅنګ، ملګرو ملتونو هم ټینګار کړی چې کافي بشري مرستو داخلېدو او منظم مهالوېش ته دې اجازه ورکړل شي، څو د لوږې مخنیوی وشي.

ورته وخت کې یوشمېر اروپايي هېوادونو پر اسراییل فشار راوړی چې غزه کې جګړه پایته ورسوي او د بشري مرستو لېږد ته اجازه ورکړي، خو د اسراییل لومړی وزیر لا هم ټینګار کوي چې د حماس تر بې‌وسلو کولو او د یرغمل شویو تر خوشې کولو به جګړه وکړي.

د مارچ له ۱۸مې راهیسې، کله چې اسراییل په غزه کې نږدې دوه میاشتنی اوربند مات کړ، تر ۳۵۰۹ ډېر کسان وژل شوي او ۹۹۰۹ نور ټپیان دي.

مطالب

پر غزې د اسراییل بریدونو کې
۹۳ فلسطینیان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ