د اسراییلو دوو لوړ رتبه پوځي چارواکو استعفا وکړه.
د اسراییلو د کابینې د درېیو وزیرانو له استعفا وروسته د وسلهوالو ځواکونو
لوی درستیز هرتزي هالوي اوغزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو مشر یارون
فینکلمن له خپلو دندو استعفا کړې ده. د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لوی
درستیز د خپلې استعفا دلیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حما.س د برید پر
وړاندې لویه ماته او د دې برید د مخنیوي په برخه کې د اسراییلو د پوځ
ناکامي بللې ده. د دې دوو لوړپوړو نظامي چارواکو له استعفا وروسته، د
نتانیاهو مخالفینو د هغه د استعفا غوښتنه هم کړې ده.