Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان: د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړولو هڅه کوو.
۲۳ ثور ۱۴۰۴

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان: د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړولو هڅه کوو.



د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (سه‌شنبه، ثور ۲۳)  ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې‌پولې ډاکترانو سازمان مشر میکېل لوپۀ سره لیدلي.

دغه کتنه کې دواړو لوریو د روغتیايي خدمتونو په پراختیا او د راستنو شوو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د بې‌پولې ډاکترانو سازمان مشر ډاډ ورکړی چې د مور او ماشوم روغتیا او د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې هڅو ته دوام ورکوي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي، اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته جدي پاملرنه کړې او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.

دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د صحي علومو د انسټیټوټونو اتحادیې مسوولانو سره لیدنه کې ویلي چې افغانستان د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او غیردولتي تحصیلي بنسټونو مسئولیتونه دي چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

مطالب

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان
د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړولو هڅه کوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ