Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د میدان‌وردګ د چک بند تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته هوټل جوړېږي.
۵ جوزا ۱۴۰۴

د میدان‌وردګ د چک بند تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته هوټل جوړېږي.

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د «چک برښنا بند» څېرمه د سیلانیانو او تفریح کوونکو لپاره هوټل جوړېږي.

د دغه ولایت له مقام څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل د جوړېدو لپاره رسما سروې د «هوټلونو د امارتي شرکت» د مسلکي ټیم لهخوا  پيل شوې او ټاکل شوې چې په دې سیمه کې به د ودونو تالار، رستورانت او هوټل ترڅنګ د سیمې خلکو او سیلانیانو لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د یاد ولایت اوسېدونکي او یادې ولسوالي ته د تفریح لپاره ورتلوونکې سیلانیان هم خوښ دي چې د چک برښنا بند ته څېرمه د سیلانیانو لپاره مجهز هوټل جوړېږي.

دوي ټینګار کوي چې چک ولسوالي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د پام وړ او مناسب ځای دی او سرپرست حکومت باید دغې سیمه کې سیلانیانو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

هېره دې نه وي چې د چک ولسوالي بند ته څېره د وخت ولسمشر محمد ظاهرشاه په وخت کې دغلته هوټل جوړ شوی و چې د جګړو پرمهال له‌منځه تللی او اوس یې حتی نښې هم نه لیدل کېږي.

مطالب

د میدان‌وردګ د چک بند تفریحي سیمه کې
سیلانیانو ته هوټل جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ